د‌ اروپايي ټولنې شاوخوا ۳۶ ټنه طبي مرسته کابل ته ورسېده

پنجره ورځپاڼه: اروپايي ټولنې ويلي، چې د هوايي دهليز له لارې يې د بشردوستانه مرستو په لړ کې شاوخوا ۳۶ ټنه درمل او ځيني نور طبي توکي افغانستان ته لېږلي دي.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د روان زېږديز کال په سپټمبر او نومبر مياشتو کې د هوايي دهليز له لارې افغانستان سره ۳۷ ټنه درمل او طبي توکو مرسته کړې ده.

دغې ټولنې همداراز ويلي، چې د ننګونو د موجوديت باوجود يې افغانستان سره د روغتيا، د خوړو مصئونيت او طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.

د‌ يادونې وړ ده، چې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته، د افغانستان روغتيايي او اقتصادي نظام په بې مخينې توګه له ننګونو سره مخ دی او بشردوستانه وضعيت هم د ترينګلتيا په لور روان دی.

Back to top button