يونيسف: لوږې د‌ افغانستان زياته برخه ماشومان اغيزمن کړي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف په يوه ټويټ پيغام کې ويلي، چې لوږې په افغانستان کې زياته برخه ماشومان اغيزمن کړي دي.

يونيسف همداراز ويلي چې اوس مهال په ټول افغانستان ۸۷۵ زره ماشومان د وزن له شديد کمښت څخه ځورېږي.

د يادې ادارې په وينا، د دغو ماشومانو د درملنې او د هغوی د وضعيت لا ښه کولو لپاره بېړنيو مړستو ته اړتيا ليدل کيږي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د خير ګڼو نورو مرستندويه ادارو هم وار له مخې په افغانستان کې د بېوزلۍ پر پراخيدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په سلګونو زره افغان کورنۍ به په را روان ژمي کې له سخت وضعيت سره مخامخ شي.

Back to top button