افغان نابینا د لامبو وهنې په سیالي کې د سرو زرو مډال ګټلی

پنجره ورځپاڼه: افغان نابينا لوبغاړي ولي‌محمد نوري په بريټانيا کې د لامبو وهنې په سیالي کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

په دې سیالیو کې چې د اروپايي هېوادونو شاوخوا ۷۰ لوبغاړو ګډون کړی و، ولي‌محمد نوري په‌ کې د سرو زرو مډال په خپل نوم کړ.

ياد افغان نابينا لوبغاړي د لامبو وهنې په پنځوس مټره واټن کې ګډون کړی و، چې دغه واټن یې په ۴۹ ثانیو کې وواهه او د سرو زرو مډال یې په کې وګاټه.

ولي‌محمد نوري د سرو زرو مډال تر ګټلو وروسته په ټولنیزو رسنيو کې د خپاره شوي پيغام له لارې خپلو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې.

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې سیالي یې سخته وه، خو د افغانانو په دعا یې دا ویاړ ګټلی دی.

افغان نابینا لوبغاړي ولي‌محمد نوري له دې مخکې هم د ځغاستې او لامب وهلو په بېلابېلو سیالیو کې اتلولۍ ګټلي دي.

Back to top button