میچل مارش د دريو میاشتو لپاره له هر ډول کرېکټ څخه منع شوی

پنجره ورځپاڼه: د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې پياوړي الراونډر میچل مارش د پښې ټپ له امله د دریو میاشتو لپاره له هر ډول کرېکټ څخه منع او د ډاکټرانو له لوري استراحت ورکړل شوی.

د اسټراليايي رسنیو د راپورونو له مخې، پرت سکارچرز لوبډلې ويلي، چې میچل مارش له ډېرې مودې راهيسې د پښې له ټپ کړېده، چې اوس نږدې ورځو کې به یې عملیات وشي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، میچل مارش به د راتلونکي کال د نړۍوال پنځوس اوریز جام څخه وړاندې له بشپړې روغتيا سره خپلې لوبډلې ته راستون شي.

همداراز نوموړی د پښې ټپ له امله د هند له سفره هم بهر شوی او سږکال به د بیګ باش په سياليو کې هم ونه لوبیږي. هېره دې نه وي چې میچل مارش په بیګ باش لیګ کې د پرت سکارچرز لوبډلې استازیتوب کوي؛ خو يادې لوبډلې د هغه د نه لوبېدو اعلان کړی.

په همدې حال کې د اسټرالیا کرېکټ بورډ مشر سلېکټر جورج بیلي ويلي، چې میچل مارش د دوی لوبډلې یو مهم لوبغاړی دی او د هغه د رغېدو به پوره ملاتړ وکړي.

Back to top button