هېواد ته تازه ستانه شويو کډوالو سره مرسته شوې

پنجره ورځپاڼه: د کډوالو نړۍوال سازمان وايي، چې افغانستان ته را‌ستانه شویو کډوالو سره مرستو ته دوام ورکوي.

د کډوالو نړۍوال سازمان په خپله ټویټر پاڼه يوه پيغام په خپرولو سره ويلي، چې افغانستان ته له تازه راستانه شويو کډوالو سره خپلو مرستو دوام ورکوي او په وینا یې د روان میلادي کال له پیل څخه یې تر دې دمه څه باندې ۲۲۰زره کسانو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي، له یادو کډوالو څخه زیات شمېر یې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس د دغه سازمان مرسته کوونکي ټیمونه له ایران او پاکستان سره د افغانستان په پولو کې حضور لري او له زیات شمېر کډوالو سره چې خپل هیواد ته ستنیږي مرستې چمتو کوي.

یاد سازمان د دغه مرستو په اړه زیات معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو تر دې مخکې افغانستان ته بېرته ستانه شويو کډوالو ویلي و چې په دغه مرسته کې نغدي پیسې، خوراکي مواد، البسه او د کور وسایل شامل دي.

Back to top button