زابل کې د‌ ټرافيکي پېښې له کبله يو کس مړ او ۱۷ نور ټپيان شوي

پنجره ورځپاڼه: سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د زابل ولايت په مرکز کلات کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو تن مړ او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

سرچينې  د ياد ولايت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي له قوله خبر ورکړی، چې دا پېښه تېره ورځ ماسپښین دوه بجې د مرکز کلات ته نږدې د جلدک په سیمه کې د یوه بایفور موټر چپه کېدو له کبله شوې ده.

هغه رسنيو ته ويلي، چې له دې پېښې د مرکز کلات روغتون ته یو جسد او اوولس تنه ټپیان ور انتقال شوي دي. د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې د درېیو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

Back to top button