بغلان کې د‌ شري او پولیو واکسین ملي کمپاين پيل شوی

پنجره ورځپاڼه: د طالب‌ سرپرست حکومت د روغتيا وزارت مسؤلين وايي، چې د بغلان ولايت په ۱۲ ولسواليو کې د شري او پوليو ناروغيو د مخنيوي په موخه يې د واکسيناسيون ملي کپماين پيل کړی دی.

د ياد‌ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپاين به تر لسو ورځو پورې دوام ولري او په وينا یې، د ۹ مياشتو او ۵ کلونو ترمنځ عمر لرونکو شاوخوا ۱۵۰زره ماشومانو ته به په ياد ولايت کې واکسين تطبيق شي.

د يادونې ده، چې شری او پولیو ناروغۍ په نړۍ کې د ماشومانو د مړينې تر ټولو لوی لامل دی او افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ډېر شمېر ماشومان په کې په دې ناروغيو اخته کېږي.

Back to top button