Trending

طالبان: د‌ ملا حسن اخند بيانيه به ډېر ژر خپره شي

د طالبانو مرستيال وياند انعام الله سمنګاني ويلي ډېر ژر به د طالبانو د سرپرست مشر ملا حسن اخند یوه اعلامیه خپره کړي.

که څه هم د طالبانو د بیا واک له اخیستو څه باندې درې میاشتې تېرې شوي، خو تراوسه د طالبانو حکومت مشر غږ چا نه دی اورېدلای.

د ملا حسن اخند چوپتیا تر دې وړاندې هم د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

په دې وروستيو کې، د هغه غږ په ټولنیزو کې خپور شو، چې د هېواد په وروستيو تحولاتو غږېدلی؛ خو طالبانو دا غږ په رسمي ډول نه دی تائید کړی.

ملا حسن اخند د روان  کال د وږي مياشتې په شپاړسمه د طالبانو د حکومت سرپرست مشر وټاکل شو.

نوموړي تراوسه د نورو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره په بېلابېلو ناستو کې ګډون او خبرې کړي؛ خو تراوسه په رسمي ډول يې د ټولنيزو رسنيو له لارې خبرې نه دي کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button