طالبانو په لوګر کې درې ښځې او ۱۴ سړي په دورو وهلي

پنجره ورځپاڼه: د لوګر سيمه ييزې سرچينې وايي، د دغه ولایت د‌ طالبانو استیناف محکمې تېره ورځ د خلکو په منځ کې د درېوو ښځو په ګډون، ۱۷ کسان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي وو، په دورو ووهل.

دغه کسان د لوګر د مرکز پل‌علم ښار د فوټبال لوبغالي کې چې زرګونه کسان یې نندارې ته ورغلي وو، په دورو وهل شوي، خو خبریالانو ته په‌کې د تصویر او ویډيو اخیستلو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو له لوري د طالبانو په دې کار توندې نيوکې شوي او ويلي دي، چې شرعي نظام بايد په ټولو يو ډول پلی شي.

خلک وايي، چې د پاسپورټ ریاست پخواني مشر علم ګل حقاني ورور لاس په لاس په بد فعلي ونيول شو، خو ترننه پرې شرعي نظام پلی نه شو.

طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې یوشمېر ښځینه او نارینه‌وو ته د غلا، اخلاقي فساد او ځینو نورو جرمونو په تور د خلکو په مخه کې سزا ورکړې ده.

Back to top button