د اروپايي پارلمان پر ویبپاڼې انټرنيټي بريد شوی

پنجره ورځپاڼه: اروپايي رسنۍ وايي، چې يوه ډله روسي هکرانو د اروپايي پارلمان پر ويبپاڼې انټرنيټي بريد کړی دی.

د سرچينو په راپورونو کې راغلي، چې دا بريد تېره ورځ شوی او مسووليت يې هم د روسيې له ملاتړه يوه ډله هکرانو په غاړه اخيستی دی.

اروپايي سرچینې زیاتوي، چې د دغه پارلمان مشري روبرټا مېټسولا هم د دې خبر د پخلی کړی او ويلي دي، چې دا بريد زښت زيات پېچلی و.

په ورته وخت کې اروپايي پارلمان له دې انټرنیټي بريد وروسته يوه پرېکړه ليک خپور کړی او ټولو غړيو هېوادونو يې په ګډه روسیه له ترهګرۍ سره په ملاتړ تورنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي اتحاديې اړوند ادارو پر ويبپاڼو باندې تر دې وړاندې هم روسي هکرانو څو ځلې پیچلي انټرنیټي بريدونه کړي دي. اروپايي پارلمان تر دې بريد دوه مياشتې وړاندې د انټرنیټي بريدونو د ژغورل کېدو په موخه د خپلو کمپيوټري سيسټمونو د پياوړي کولو خبر ورکړی و، خو له دې سره سره بيا هم د روسي هکرانو له خوا د انټرنيټي بريدونو ښکار شول.

Back to top button