د امريکا ویرجینیا ایالت کې يو وسله‌وال لس تنه په ډزو ووژل

پنجره ورځپاڼه: امريکايي رسنۍ راپورونه خپاره کړي، چې په ويرجينيا ايالت کې يوه وسله‌وال کس د والمارټ کمپنۍ په يوه پلورنځي کې دننه پر عامو خلکو ډزې کړي او لس تنه يې وژلي دي.

سرچينې وايي، چې وسله‌وال کس د پلورنځي يو مدير و چې لومړی يې پر خلکو ډزې وکړې او وروسته يې خپله هم ځان وژنه وکړه.

بلخوا د ویرجینیا ایالت پوليسو هم دغه پېښه تائيد کړې، خو د ډيرو جزياتو له ورکولو څخه يې ډډه کړې ده.

له دې سره جوخت والمارټ کمپنۍ هم په يادې پېښې د خواشينۍ څرګندولو تر څنګ ويلي چې له پوليسو سره به پلټنو کې نږدې همکاري وکړي.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې د ټکزاس ايالت په اېل پاسو ښار کې د والمارټ په يوه بل پلورنځي کې هم ورته پېښه شوې وه چې له کبله يې ۲۳ تنه وژل شوي وو.

Back to top button