اندونیزیا کې د زلزلې له کبله د وژل شویو شمېر تر دوه نيم سوو واوښت

پنجره ورځپاڼه: د اندونیزیا په جاوه ټاپو کې د زلزلې له کبله د تلفاتو شمېر لوړ شوی دی او له دې سره په دې پېښه کې تر دې دمه ۲۸۶ کسان مړه، ۱۵۱ نور نادرکه او همداراز له زرو ډېر کسان يې ټپیان کړي دي.

د جيولوجستانو د معلوماتو له مخې د ریختر په کچه ۵.۶ دې زلزلې چې لس کیلو متره ژوروالی یې درلود او د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا په ګډون یې ډېرې نورې سیمې هم لړزولي دي.

ويل کېږي د یادې زلزلې له کبله څه باندې ۱۳۷۸۴ کسان دې ته اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي او يو کلی بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

د هوا پېژندنې، اقلیم او جیوفزیک سازمان ویلي، دا زلزله د جاکارتا پر وخت ماسپښین ۱:۲۱ دقیقې ترسره شوه چې مرکز یې د لویدیځ جاوه ولایت د سیانجور ولسوالۍ سویل لوېدیځ ښودل شوی دی.

Back to top button