اندونیزیا کې د زلزلې له کبله د وژل شویو شمېر تر يو نيم سلو واوښت

پنجره ورځپاڼه: د اندونیزیا لویدیځ جاوه ولایت کې تېره ورځ د یوې شدیدې زلزلې له کبله شاوخوا ۱۶۲ کسانو وژل شوي او ګڼ شمېر کورونه او بنسټیز تأسیسات هم ويجاړ شوي دي.

د جيولوجستانو د معلوماتو له مخې د ریختر په کچه ۵.۶ دې زلزلې چې لس کیلو متره ژوروالی یې درلود او د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا په ګډون یې ډېرې نورې سیمې هم لړزولي دي.

ويل کېږي د یادې زلزلې له کبله څه باندې ۱۳۷۸۴ کسان دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د هوا پېژندنې، اقلیم او جیوفزیک سازمان ویلي، دا زلزله د جاکارتا پر وخت ماسپښین ۱:۲۱ دقیقې ترسره شوه چې مرکز یې د لویدیځ جاوه ولایت د سیانجور ولسوالۍ سویل لوېدیځ ښودل شوی دی.

Back to top button