پکتيا کې يو ځوان ځان وژلی

د پکتیا يوې سيمه ييزې سرچينې پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې د دغه ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې یوه ځوان ځان‌ وژلی دی. 

سرچينې، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې ویلي، دا  ځوان حلیم‌الله نومېده او تېره ورځ یې د ګردې څېړۍ په سروخېلو کلي کې د ټوپک په وسیله ځان وژلی دی.

د سرچینې په وینا، حليم الله چې ۲۸ کاله عمر يې لرلو او د کورنیو ستونزو له امله يې خپل ژوند ته د پای ټکی ايښی دی.

سرچينه همداراز زياتوي، چې ياد ځوان کومه روغتیايي ستونزه هم نه لرله او له ښې روغتیا برخمن و.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې شوي، چې تر ډېره یې لامل کورني تاوتریخوالي او روغتیايي ستونزې ښودل شوي دي.

Back to top button