خيبر پښتونخوا کې ماین چاودنې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د خېبرپښتونخوا ایالت په سوېلي وزیرستان کې د ماین چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. 

سرچينې وايي، چې دغه چاودنه د سوېلي وزیرستان د چګملي سیمې په یوه مارکېټ کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې، چې درې تنه يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

د یادې سیمې د پولیسو يوه مشر رسنیو ته ویلي، چې وژل شوي او ټپيان ملکیان دي او د یادې چاودنې د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

دغه چاودنه داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې سوېلي وزیرستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي، چې په غبرګون کې یې د دې سیمې اوسېدونکو لاریونونه هم کړي او له حکومت یې د امنیت د ټينګښت غوښتنه کړې ده.

Back to top button