هرات کې د زعفرانو ۷مه ملي جشنواره جوړه شوې

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې په هرات ولايت کې يې د زعفرانو اوومې ملي جشنواره جوړه کړې ده.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان کال په ترڅ کې د زعفرانو حاصلاتو کې ډېروالی راغلی او د پخوا په پرتله يې کيفيت هم ښه شوی.

د هرات لپاره د طالبانو والي نور‌احمد اسلام‌جار هغې غونډې ته چې د دې ولايت د کرنې رياست کې جوړه شوې وه، ويلي چې د هرات زعفران د نړۍ په کچه لومړی ځای لري؛ هڅه کوو چې ورڅخه ښه ګټه پورته کړو.

د افغانستان د زعفرانو برخې کسبه‌کارانو ملي اتحاديې رئيس بشيراحمد رشيدي ويلي، چې اوسمهال هېواد کې د زعفرانو پروسس د امريکا او اروپا معيارونو سره برابري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې هرات د زعفرانو ترټولو لوی توليد‌کوونکی ولايت دی او د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال په ترڅ کې هرات ولايت کې نږدې ۷زره هکټاره ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.

Back to top button