په پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا وسله‌وال بريد شوی

پاکستاني رسنۍ وايي، چې په خېبرپښتونخوا کې د یوې وسله‌والې نښتې په ترڅ کې دوه پوځيان وژل شوي دي. 

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه نښته تېره ورځ ماذديګر د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ په حلال‌خېلو سیمه کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه پوځیان او یو وسله‌وال وژل شوي دي.

بل‌خوا بيا د پاکستاني طالبانو تحریک يا ټي‌پي‌ټي‌ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دوه جلا بريدونو کې یې د پاکستان پوځيانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دا په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې د خېبرپښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو نښتو پر مهال اته پاکستاني پوځيان وژل شوي او څلور نور بيا ټپیان شوي دي.

Back to top button