د ترکیې په استانبول ښار کې چاودنه شوې ده

سپوټنیک خبري آژانس خبر ورکړی، چې د ترکیې استانبول ښار کې په فتح سيمه کې چاودنه شوې ده. 

رسنیو تر دې دمه د دې پېښې په تړاو د احتمالي مرګ ژوبلې څه نه دي خپاره کړي، خو دومره معلومات یې ويلي، چې دا پيښه په يوه موټر کې د ځاى پرځاى شوي بم د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د ترکيې استانبول ښار کې دا دویمه چاودنه ده، چې رامنځته کېږي.

څو ورځې وړاندې رامنځته شوې چاودنې له امله شپږ تنه مړه او ۸۱ تنه نور هم ټپیان شوي وو. ترکي چارواکو وروسته اعلان وکړ، چې د پیښې عامل چې یوه ښځه وه او نیول شوې ده.

Back to top button