عمران‌خان په امريکا له لګول شویو تورونو په شا شوی

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران‌خان وايي، چې له دې وروسته د خپل حکومت په پرځېدو کې امریکا باندې تورونه نه لګوي. 

عمران خان تر دې وړاندې، هرې غونډې او مرکه کې د وینا پر مهال په امریکا تور لګاوه چې له واک څخه په لرې کېدو کې یې امريکا دخيله وه.

تازه پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې له واک څخه پرځول شوی پخوانی لومړی وزیر عمران خان له یوې بریتانیوۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر امریکا له لګول شویو تورونو په شاه شوی او ویلي یې دي چې دا خبرې اوس شا ته پاتې دي.

همداراز رسنۍ زياتوي، چې د عمران خان دغو څرګندونو په پاکستان کې د هغه مخالفين حیران کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیرې مریم اورنګزېب د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پر امریکا د نوموړي تورونو پاکستان ته زیان رسولی دی.

په ورته وخت کې یو‌ شمېر پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله هم ویلي، چې له خپلو تورونو د عمران‌ خان په شاکېدل، ښايي د نوموړي له لوري یوه بله لوبه پیلېدونکي وي.

Back to top button