د ازموینو ملي ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدیر خموش له دندې ګوښه شو

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر لیکلي، چې د دوی د مشر هبت‌الله اخوندزاده له لوري د لوړو زده‌کړو وزارت مخکینی سرپرست عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې سرپرست مشر عبدالقدیر خموش پر ځای د يادې ادارې سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. 

عبدالقدیر خموش د تېر اسلامي جمهوري نظام پر مهال د ازموینو ملي ادارې له ايجاد وروسته تر دې دمه د يادې ادارې مشر و، چې تازه طالبانو له دندې ګوښه او پر ځای يې خپل کس عبدالباقي حقاني وګماره.

د يادونې ده، چې عبدالباقي حقاني په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی و، چې څه موده وړاندې یې له دغه وزارت لرې او پر ځای یې د کابل مخکینی والي ندامحمد ندیم ټاکل شوی و.

د ازموينو ملي اداره په ۱۳۹۷ کال د لوړو زده‌کړو وزارت په چوکاټ کې د ازموینو رياست په توګه فعاليت پيل کړ، چې د تېر جمهوري‌نظام ولسمشر محمداشرف غني د يو ځانګړي فرمان پر اساس د ازموینې خپلواکې ملي ادارې په توګه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.

Back to top button