اروپايي ټولنه: مونږ په افغانستان کې دايمي سولې او ثبات ته ژمن يو

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د اروپايي ټولنې سفیر اولوف اسکوګ په خپلې تازه وینا کې ويلي، چې دغه ټولنه په افغانستان کې يوې دایمي سولې او ثبات ته ژمنه ده.

همداراز ياد اروپايي ډيپلوماټ په خپلې وينا کې ویلي، چې افغانستان يو ځل بيا د طالبانو له واک ته تر رسېدو وروسته له ستر اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دى او داسې اټکل کېږي، چې د افغانانو وضعيت به په راتلونکي ژمي کې نور هم خراب شي.

نوموړي زياته کړې، چې د افغانانو تر څنګ پاتې کېدل یوه ټول شموله سیاسي بهیر ته اړتیا لیدل کېږي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له نړۍوالې ټولنې غوښتي دي، چې له افغانستان سره دې خپلو همکاريو او مرستو دوام ورکړي.

Back to top button