ترکي پولیسو په یوه کور کې د پنځو افغانانو جسدونه موندلي

د ترکیې دولتي خبري اژانس خبر ورکوي، چې د دغه هېواد پولیسو له يو کور څخه د پنځو تنو افغانانو جسدونه موندلي، چې د چړو په ګذارونو وژل شوي دي. 

سرچينه وايي، چې پوليسو له هغه وروسته د دغو پنځو تنو په اړه پلټنې پيل کړې او په يوه کور کې يې جسدونه وموندل، چې کورنيو يې دوی ته د نادرکه کېدو په اړه شکایت ثبت کړی و.

سرچينه زياتوي، د ترکیې پولیسو دا نه ده په ډاګه کړې، چې وژل شوي کسان څه نوميږي او د چا له لوري وژل شوي دي؛ خو دومره يې ويلي چې جسدونه يې د پلټنې په موخه عدلي طب ته استولي دي.

په ورته وخت کې په ترکيه کې افغان ديپلوماتانو هم د دې کسانو وژل کېدل منلي، خو د هغوی د پېژندګلوۍ په هکله يې څه نه دي ويلي.

د ترکيې خبري اژانس په وينا، د وژل شويو کسانو د کورنيو غړو ورته ويلي، چې څه باندې يوه اونۍ کېږي چې دې کسانو د خپلو کورنیو سره هېڅ ډول اړیکه نه درلوده. بلخوا يوه ډله تركي رسنۍ خبر ورکوي، چې دا افغانان یوه اونۍ وړاندې وژل شوي وو او مړي یې اوس موندل شوي دي.

Back to top button