امريکا: طالبانو په افغان نجونو او ښځو ډېر محدوديتونه لګولي

امريکا وايي، په افغانستان کې د ښځو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په ۷۶ مې کلنۍ غونډه کې د امریکا يوه استازي ډوک پنج ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو باندې په بېلابېلو برخو کې محدوديتونه لګولي او د هغوی شل کلنې لاسته راوړنې یې له خطر سره مخ کړي دي.

هغه همداراز ويلي، امریکا له افغان ملت او په ځانګړې توګه افغان ښځو، نجونو، قومي او مذهبي ډلو سره چې په دغه هېواد کې له خطر سره مخ دي، خپل ملاتړ ته ژمنه ده او دوام ورکوي.

د امریکا ياد استازي په وينا، افغانستان کې د طالبانو بيا راتګ سره د ښځو حقونو په بېلابېلو برخو محدوديتونه لګيدلي او د هغوی هغه لاسته راوړنې چې په تېرو شلو کلونو کې يې د نړۍوالې ټولنې په مرسته او ملاتړ لاسته راوړې وې، له خطر سره مخ دي.

دغه راز د امريکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سازمان کې ویلي، چې دوی د يوه داسې ميكانيزم د جوړولو ملاتړ کړی، چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني د افغانانو په ګټه وکارول شي، خو طالبان په واک کې به نه وي.

Back to top button