عمران‌خان په خپلو پلويانو د پراخو لاريونونو غږ کړی

د پاکستان پخواني صدراعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران‌خان څو ورځې وړاندې په يوه وسلوال برید کې له ټپي کېدو وروسته تازه په خپلو څرګندونو کې يو ځل بيا پر خپلو پلويانو د پراخو لاریونونو غږ کړی.

هغه همداراز ويلي، چې دا ځل به دغه لاريونونه د پاکستان نورو سیمو ته هم ورسوي او حکومت به دې ته مجبور کړي، څو له وخته مخکې ټاکنې ترسره کړي.

په ورته وخت کې هغه د حکومت لخوا په ده باندې د شوي بريد د څېړلو په موخه د یوه قضايي کميسيون د رامنځته کېدو هرکلی کړی، خو دا یې هم ویلي، چې دا کميسيون بايد د بې طرفه قاضيانو په ګډون جوړ شي.

عمران خان تر دې وړاندې د لاريون پر مهال د ډزو او ټپي کېدو پلان د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف، پوځ او استخباراتو کار بولي، خو تېره ورځ شهباز شریف په یوې خبري غونډه کې د عمران ‌خان هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې پر نوموړي شوی برید د ده او پوځي چارواکو کار وو. د شهباز شریف په وينا که په عمران شوی برید پر ده ثابت شو، نو سياست به پرېږدي.

Back to top button