جرمني نور د افغانانو نوي غوښتنليکونه نه مني

د جرمني فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، هغه افغانان، چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، دوی ته دې له دغه هېواده د اېستلو په اړه نور نوي غوښتنليکونه نه استوي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې جرمني د اوس لپاره افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانانو د اېستلو لپاره نوي او فردي غوښتنليکونه نه شي منلی.

خبرپاڼه زياتوي، چې له جرمني سره يو شمېر معتبر سازمانونه او بنسټونه کار کوي او هغوی د هغو افغانانو اسنادونه څيړي، چې لا له وړاندې ورته رسيدلي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وينا، هغه ادارې چې له دوی سره کار کوي تر خپلو څيړنو وروسته اسناد دوی ته سپاري او نوره پروسه يې بيا د حکومت له لوري پر مخ وړل کېږي.

تر دې وړاندې د جرمني حکومت اعلان کړی و، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به هره میاشت ۱۰۰۰ هغه افغانان، چې خپل هېواد کې له ګواښ سره مخ وي، دغه هېواد ته انتقال کړي.

Back to top button