د روسیې په يو نايټ کلب کې د اورلګېدنې له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

روسيې رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه هېواد د کرسټومو ښار په یوه نایټ کلب کې اور لګېدنه رامنځته شوې او له کبله يې ۱۵ تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي. 

سرچينو د روسیې اطفايې پولیسو له قوله ویلي، شاوخوا ۲۵۰ تنه يې له هغې ودانۍ څخه ایستلي، چې د شپې لخوا په کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه.

کرسټومو ښار د مسکو په شمال ختیځ نږدې ۳ سوه کیلومټرۍ کې را ‌کې پروت دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې ياده پېښه تېره ورځ د مسکو په وخت سهار  اووه نیمق بجې رامنځته شوې ده.

سیې اطفايې پوليسو رسنیو ته ويلي، چې دا اور لګېدنه د اور لوبې له کبله رامنځته شوې ده.

Back to top button