کاناډا: راتلونکو درې کلونو کې شاوخوا يو نيم ميليون کډوال منو

د کاناډا حکومت پلان لري، چې په راتلونکو ۳ کلونو کې له ټولې نړۍ څخه ۱۴ لکو کډوالو ته د تابعيت ورکولو زمينه برابره کړي. 

دا څرګندونې د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد حکومت هوډ لري، څو په ۲۰۲۳ کال کې ۴ لکه او ۶۵ زره، په ۲۰۲۴ کې څلور لکه او ۸۵ زره او په ۲۰۲۵ کال کې نږدې نیم میلیون وګړو ته پناه ورکړي.

د کاناډا د کډوالو وزیر په وینا، له کرونا را وروسته د اقتصادي پیاوړتیا، د جمعیت د ستونزو هوارولو او د پیاړو کاريګرو اړتیا ته په کتو غواړي، د خپل هېواد جمعیت ډېر کړي.

له دې سره جوخت د کاناډا د سوداګرۍ شورا مشرې ګولډي هېډر له دې پرېکړې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې یوازې ۵۸.۵ سلنه له هغه کسانو څخه چې دې هېواد ته د دایمي پاتې کېدو لپاره راځي، تکړه کارګران دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته کاناډا ۴۰ زره افغانانو ته د پناه ورکولو ژمنه کړې ده، چې تر دې دمه یې ۲۵ زره خپل هېواد ته انتقال کړي دي.

Back to top button