Trending

کابل نیوز د طالبانو استخباراتو فشارونو او اقتصادي بحران له امله تړل شوی

 کابل نيوز ټلويزيوني شبکې کې يوې سرچينې پنجره ورځپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې دغې شبکې د نامعلومې مودې لپاره خپل نشرات بند کړي دي.

د سرچینې په وینا، دغه ټلويزوني شبکه د اقتصادي ستونزو او د طالبانو استخباراتو د فشارونو له امله تړل شوې او تر يوې نامعلومې مودې پورې به په خپلو ټولنیزو رسنیو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

سرچينه زياتوي، چې ياده ټلويزيوني شبکې کې د اقتصادي ستونزو سربېره د طالبانو استخباراتو فشارونه او مداخلې د دې لامل شول، چې نشرات یې ودروي.

د کابل نیوز ټلويزيوني شبکې نږدې يوه لسیزه کېږي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئيس عبدالکریم خرم تر رهبرۍ لاندې فعاليت کوي.

په افغانستان کې د طالبانو بيا واک ته تر رسېدو وروسته ګڼې رسنۍ د اقتصادي او نورو بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي، چې ورسره ګڼ شمېر خبريالان او د رسنيو کارکوونکي هم اوزګار شوي دي.

Back to top button