Trending

حضرت الله ځاځی د ټپ له امله لرې او پر ځای يې ګلبدين نائب لوبډلې برخه شو

افغان کرېکټ بورډ د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د کرېکټ ملي لوبډلې چپ لاسی پيليز توپوهونکی حضرت الله ځاځی له لوبډلې لرې او پر ځای يې ګلبدين نائب د لوبډلې برخه شو. 

کرېکټ بورډ ليکي، چې څه موده وړاندې د تمریناتو پر مهال د ځاځي په عضلاتو کې درد پيدا شوی و او تېره ورځ یې يو ځل د تمریناتو پر مهال پښتورګو کې دردونه پیدا شوي، چې له امله به یې په پاتې لوبو کې ګډون ونه شي کړای  او پر ځای به یې ګلبدین نائب د لوبډلې برخه وي.

افغان ملي لوبډلې په روان شل اووریز نړۍوال جام کې له انګلینډ سره يوه رسمي سيالۍ کړې، چې هغه هم د انګلينډ په بريا پای ته رسېدلې او دوه نورې سيالۍ يې د باران له امله نه دي ترسره شوي، چې د هرې لوبې يوه-يوه نومره له ځان سره لري.

ټاکل شوې افغان کرېکټ ملي لوبډله سبا سهار ۸:۳۰ بجې د سريلانکا پر وړاندې د لوبې ميدان ته کښته شي.

Back to top button