د تخار يوه سرو زرو کان کې پنځه تنه کارکوونکي وژل شوي دي

د تخار سيمه ييزې سرچينې وایي، چې د ياد ولايت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د سرو زرو يوه كان د نړېدو له کبله پنځه تنه کارکوونکي وژل شوي دي. 

د سرچينو په وينا، دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د سرو زرو يوه كان د نړېدو له کبله رامنځته شوې ده.

سرچينې زياتوي، دا پېښه د چاه‌آب ولسوالۍ په انجیر کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې کارکوونکي د سرو زرو يوه كان سل متري تونل کې لاندې کښته کېدل، چې په ښکته کېدو کې پرې پړی شکېدلی او پنځه واړه کارکوونکي تونل ته لاندې غورځېدلي او ژوند يې بايللی دی.

په تخار ولايت کې دا لومړی ځل نه دی، چې د کانونو کېدنې پر مهال کارکوونکي ژوند بايلي، بلکې تر دې وړاندې هم داسې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

Back to top button