د طالبانو يو لوړپوړي غړي د اشرف غني کور قبضه کړی

د افغانستان مخکيني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزی ادعا کوي، چې د ابراهیم حقاني په نوم د طالبانو يوه لوړپوړي کس د ده ورور ( محمد اشرف غني) کور قبضه کړی.

حشمت غني په یوه ویډیویي پیغام کې ويلي، څو ځلې یې دغه طالب قومندان وغوښتل، چې د مخکيني ولسمشر له کور څخه ووځي، خو زياتوي، خبره یې نه ده منل شوې.

هغه په دې خپره شوې ويډيو کې له طالب مشرانو څخه د ګيلي په ډول ويلي، چې د یوه داسې ولسمشر کور غصب شوی، چې فساد او ظلم یې نه دی کړی او دغه کور هم ورته له پلاره په میراث کې ورپاتې دی.

حشمت غني زياتوي، چې مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان مشر پاتې شوی او د دوی کورنۍ په لوګر ولایت کې ۶ سوه کلن تاريخ او نوم لري.

د نوموړي په وينا ابراهيم حقاني په پاکستان کې سلګونه جريبه ځمکه او ميليونه سرمايه لري، خو بيا يې هم د محمد اشرف غني په کور قبضه لګولې.

هغه همداراز په خپره شوې ويډيو کې ادعا کړې، چې د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د يوازې د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني نه، بلکې د ډاکټر نجیب مجددي، اسدالله خالد او ځینو نورو کسانو کورونه هم قبضه کړې دي.

Back to top button