کندوز کې د جهش په نوم هلک لومړی يوه نجلۍ وژلې او وروسته يې بيا ځان ویشتی

د کندوز يوې سيمه ييزې سرچینې پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې د ښار اړوند د خان‌اباد بندر سیمه کې یوه هلک لومړی یوه نجلۍ وژلې او وروسته یې بيا ځان‌ ویشتی دی. 

سيمه ييزه سرچينه وايي، چې دا پېښه درې ورځې وړاندې د کندوز ښار اړوند خان‌اباد بندر سیمه کې شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې پېښه هغه وخت شوې چې د جهش په نوم هلک له يوې نجلۍ سره مینه لرله، خو د نجلۍ کورنۍ هغه یوه بل هلک ته ورکړې وه او له همدې کبله ياد هلک لومړی نجلۍ او وروسته یې بيا ځان‌ وژلی دی.

بلخوا سرچينه د طالبانو د کندوز ولايت امنيتي مسئولينو له قوله وایي، چې د فريدې په نوم دا نجلۍ د کورنیو ستونزو له امله د جهش له لوري هغه مهال په توپانچه وېشتل شوې، چې هلک لومړی خپل ځان ویشتی او وروسته يې بيا نجلۍ باندې ډزې کړي، چې له امله یې دواړو خپل ژوند بايللی دی.

Back to top button