اروپايي لویې بېړۍ د قطر پر لور حرکت پيل کړی

د اروپا ترټولو سترې تفريحي بېړۍ يا (MSC World Europa) د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړۍوال جام د مينه‌والو د کوربه‌توب په موخه له اروپا څخه د قطر پلازمېنې دوحې پر لور حرکت پيل کړی دی. 

د اټکل له مخې دغه بېړۍ به د راتلونکې نومبر مياشتې په ۱۳مه د فوټبال نړۍوال جام تر سياليو شاوخوا يوه اونۍ مخکې پلازمېنه دوحې ته ورسېږي.

قطر هېواد سږ ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړۍوال جام کوربتوب په غاړه لري، چې د ياد جام د ښه کوربه‌توب په موخه يې ۲۲۰ بيليونه ډالر لګولي دي.

Back to top button