راشدخان يو ځل بيا د نړۍ لومړی توپ اچوونکی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی او اتل ستوری راشدخان د ای سي سي يا کرېکټ نړيوالې شورا له لوري د شل اووريزو نړۍوالو لوبو په تازه درجه ‌بندۍ کې يو ځل بيا لومړی مقام ګټلی. 

د ای سي سي له لوري په دې خپاره شوي نوملړ کې له راشدخان وروسته بيا د اسټراليا لوبغاړي جوش هزيليوډ، د سويلي افريقا لوبغاړي تبريز شمسي او افغان لوبغاړي مجيب الرحمن په ترتيب دويم، دريم او څلورم مقامونه ګټلي دي.

د يادې شورا د خپاره شوي نوملړ له مخې راشدخان ۷۰۲ نومرې، جوش هزليوډ ۶۹۹ ، تبريز شمسي ۶۸۱ او مجيب الرحمن ۶۷۷ نومرې لري.

د افغان اتل راشدخان دا لومړی ځل نه دی، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري لومړی مقام ګټي، بلکې دوه ځل تر دې وړاندې هم هغه دا کارنامه په خپل نوم ثبت کړې ده.

Back to top button