افغانستان يو ځل بيا د نړۍ ناامنه هېواد ګڼل شوی

ګالپ څېړنیز انسټیټیوټ د يوې سروې له مخې ويلي، چې افغانستان د ۵۱ نمرو په لرلو سره د نړۍ ناامنه هېواد ګڼل کېږي.

دغه انسټیټیوټ ويلي، چې سینګاپور بيا د ۹۶ نمرو په لرلو سره لومړی ځای خپل کړی او د نړۍ ترټولو خوندي هېواد ګڼل کېږي.

دغې ادارې همداراز ويلي، د تېرې سروې پر تله په افغانستان کې خلک یو څه د خوندیتوب احساس کوي؛ خو زياتوي، چې په دې سروې کې زیاتره نارینه ګډونوال دا ډول احساس لري.

ګالپ څېړنیز انسټیټیوټ ياده سروې ۲۰۲۱م کال کې په ۱۲۰ هېوادونو کې د نړۍوال قانون او نظم تر عنوان لاندې کړې او له ۱۲۷ زره ګډونوالو څخه یې پوښتي دي، چې ایا دوی د خپل هېواد په ساتونکو باور لري او ایا په يوازېتوب کې دوی د شپې پر مهال د خونديتوب احساس کوي او کنه.

Back to top button