افغان کرېکټ ملي لوبډله نن ورځ له نيوزيلنډ سره لوبه لري

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام د سیالیو په لړ کې نن ورځ افغان ملي لوبډله له نيوزيلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه لري.

د ياد جام رسمي سياليو په لړ افغانستان تر دې وړاندې له انګلستان سره يوه سيالي کړې، چې هغه هم انګلستان ګټلې.

بلخوا د افغانستان کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي ويلي، چې  افغان لوبډله په نړۍوال جام کې د پرمختګ چانس لري.

هغه ويلي، چې لا هم د افغانستان څلور لوبې پاتې دي او د پرمختګ چانس يې شته دی.

محمد نبي له نیوزلنډ ملي لوبډلې سره د نننۍ لوبې په په تړاو تېره ورځ رسنیو ته ویلي، که يې لومړی توپ وهنه وکړه، تر ۱۵۰ پورې به هدف وټاکي او که یې بالېنګ کاوه، نو مقابل لوری به پرې نه ږدي چې تر ۱۵۰ زیاتې منډې وکړي.

محمدنبي همداراز ويلي، چې له نيوزيلنډ سره به راتلونکې لوبې ته له يوه منظم پلان سره ميدان ته کښته کېږي.

Back to top button