بادغيس کې د‌ يو طالب لخوا نجلۍ وژل شوې

د بادغيس يوې سیمه ییزې سرچینې پنجره ورځپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې د طالبانو يوه غړي د دغه ولايت په قادس ولسوالۍ کې ډزې کړي، چې له امله يې د فاطمې په نوم يوه ځوانه پيغله وژل شوې او د شيما په نوم يوه بله سختې ټپې ده. 

بلخوا د طالبانو د بادغیس امنيتي مسئولينو ويلي، چې د دوی يوه غړي په تېروتنې کې ډزې کړي او له امله دوه نجونې لګېدلي؛ خو پنجره ورځپاڼې ته د سرچینې په رالېږل شوي خبر کې راغلي، چې د طالبانو دغه غړي په قصدي ډول په يادو نجونو ډزې وکړې، چې له امله یې یوه نجلۍ مړه او بله هم ټپې شوه.

سرچينه د بادغیس ولایت مرکزي روغتون د ډاکټرانو له قوله لیکي، چې دغه روغتون ته د یوې نجلۍ جسد او بله هم ټپي وروړل شوې ده.

سرچينه د مرکزي روغتون د ډاکټرانو له قوله زیاتوي، چې مرمۍ د شيما په نوم ټپي شوې نجلۍ پر خېټه لګېدلې او روغتیايي حالت یې هم د اندېښنې وړ نه دی.

د طالبانو امنيتي مسئولينو تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر سيمو کې په قصدي او غير قصدي ډول ډزې کړي، چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون، ګڼو ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

Back to top button