د پاکستان پوځ: منظور پښتين ترهګر دی

د پاکستان پوځ له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د پوځ پر مشرانو او لوړپوړو چارواکو د نیوکې له کبله په خیانت او ترهګرۍ تورن شوی دی. 

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد پوځ ياده پرېکړه د یو پاکستاني وګړي له شکایت وروسته ثبت کړې ده.

منظور پښتين د دې شکایت او پرېکړې په غبرګون کې ويلي، چې د ظلم پر ضد پورته شوی غږ په شکایتونو، زندانونو او تبلیغاتو نه شي خاموشه کېدای او یوازې عدالت یې د حل لاره ده.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې منظور احمد پښتین د‌ لاهور يو پوهنتون کې خپله وروستۍ وینا کې د پښتنو په سیمو کې د وژنو پړه د پاکستان د پوځ پر جنرالانو اچولې ده.

Back to top button