هندي الاصله ريشي سوناک د بريټانيا لومړی وزير شو

هندي الاصله بریټانوی ریشي سوناک د بريټانيا د لومړي وزیر څوکۍ لپاره په شویو ټاکنو کې وکولای شول، چې دغه څوکۍ ترلاسه کړي. 

د مخکینۍ صدراعظمې لېز ټرېس تر استعفا وروسته، د دغه هېواد د محافظه کار ګوند مشر ریشي سوناک د رايو په اکثريت وکولای شول، چې بريټانيا د نوي صدراعظم په توګه رسماً معرفي شي.

له ريشي سوناک سره په دې ټاکنو کې د دغه هېواد مخکيني لومړي وزیر بورېس جانسون هم سیالي کوله، خو هغه مخکې له مخکې له خپلې نوماندۍ تېر شو.

هندي‌الاصله ريشي سوناک لومړنی تور پوستی دی، چې د بريټانيا د صدراعظمۍ څوکۍ ګټي.

Back to top button