افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د مرستو ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره کتلي. 

نوموړي په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له بهرنيو مرسته کوونکو ادارو او سازمانونو سره به د افغانستان روان وضعيت په هکله خبرې وکړي.

هغه ويلي، هڅه يې دا ده، څو وکولای شي بهرنۍ مرسته کوونکې ادارې دې ته قانع او اړ کړي، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو کې هر راز مرستې وکړي.

همداراز په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ملګرو ملتونو څخه د اقتصادي ستونزو، بانکي محدوديتونو، د معتادينو د درملنې او ورته نورو ستونزو په حل کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

Back to top button