افغانستان کې د خوړو د کمښت بحران

د خوړو نړۍوال سازمان وايي، چې افغانستان کې په هرو لسو تنو کې نهه تنه د خوړو له کمښت سره مخ دي. 

د خوړو نړۍوال سازمان يا WFP يو تازه راپور له په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې په هرو لسو تنو کې نهه تنه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او کورنۍ نه شي کولای، څو خپلو اولادونو لپاره مناسب خواړه برابر کړي.

دغه راز د خوړو نړۍوال سازمان ويلي، چې د روان زېږديز کال له پيله تر دې دمه څه باندې ۲۱ ميليونه زيان منونکو افغانانو سره يې مرسته کړې ده.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنټ څرګندوي، چې په دغه هېواد کې انساني او د بشري حقونو ناورين اوس هم روان دی او د وضعيت د کابو کولو او مخنيوي لپاره لازمو ګامونو ته اړتيا ده.

Back to top button