د‌ پاکستان د ټاکنو کمېسيون عمران‌خان له راتلونکې ټاکنو بې برخې کړ

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره له ټاکنو بې برخې او نااهله بې کفایته کس یې اعلان کړی. 

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون همداراز ویلي، چې عمران خان په د پنځو کلونو په موده کې نه شی کولای، څو د ولس استازيتوب وکړي.

تر دې وړاندې په عمران‌خان تور پورې شوی و، چې د توشه خانې په ډالیو کې یې فساد کړی او همداراز ملت ته د خپلو شتمنيو په اړه حساب نه ورکوي؛ خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ده په دې ډالیو پیسې ورکړي او غلا کړې یې نه دي.

توشه خانه کې د نورو هېوادونو لخوا پاکستاني چارواکو ته ورکړل شوې ډالۍ ساتل کیږي. هاخوا نن د پاکستان د ټاکنو کمېسیون مخکې د ډزو غږونه اورېدل شوي او د عمران خان طرفداران هم د لاريونونو خبرداری ورکوي.

Back to top button