د یوسف حلیم جسد به افغانستان انتقال شي

طالبان وايي، د پخواني قاضي القضات يوسف امين جسد به افغانستان انتقال او هلته به په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورته وسپارل شي. 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په متحده عربي اماراتو کې يې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې، څو د سترې محکمې پخواني مشر قاضي القضات محمد یوسف حلیم جسد هېواد ته د انتقال لپاره دې د هغه له کورنۍ سره همغږي او د اړتیاوړ اقدامات وکړي.

د سترې محکمې پخوانی مشر او قاضي القضات محمد یوسف حلیم تېره ورځ په د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ کې د کډوالو په يوه کمپ کې د مازیګر لمونځ د ادا کولو پر مهال ومړ.

د نوموړي په مړينه په کور دننه او بهر د هېواد جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼو سياسي څېرو خواشيني څرګنده او د هغه له کورنۍ سره ېې غمرازي شريکه کړې ده.

Back to top button