راتلونکي اسیا کپ په اړه د‌ هند خبرداری

هند وايي، چې پاکستان کې د راتلونکي اسيا کپ سياليو کې ګډون نه کوي. 

د هندوستان کرېکټ بورډ ادارې اعلان کړی، چې د راتلونکي ۲۰۲۳م کال د کرېکټ اسیایي کپ سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر نه کوي.

تر دې وړاندې د کرېکټ اسیایي شورا خبر ورکړی و، چې د کرېکټ د یو ورځنيو اسیا کپ سیالیو کوربتوب به په ۲۰۲۳م کال کې پاکستان کوي.

د هندوستان د کرېکټ بورډ ادارې د کنټرول څانګې دا پرېکړه دوه ورځې وړاندې په خپلې کلنۍ غونډه کې کړې ده.

په دې غونډه کې د هندوستان د کرېکټ کنټرول ادارې سکرتر جنرال جي‌شاه چې د کرېکټ د اسیایي شورا مشر هم دی، وړاندیز کړی چې د کرېکټ اسیایي کپ سیالۍ باید د پاکستان پر ځای په یوې بله سیمه کې  وشي.

بلخوا تر دې دمه د کرېکټ نړۍوالې شورا يا ICC د هندوستان دې پرېکړې په تړاو څه نه دي ويلي.

Back to top button