افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په لړ کې نن ۴۰ ميليونه ډالر راورسیدل

د افغانستان بانک د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نړۍوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په لړ کې نن ورځ دغه بانک ته د څلويښتو ميليونو ډالرو نغدي کڅوړه رارسېدلې ده. 

ياد بانک زياته کړې، چې د نغدې پيسو دغه کڅوړه یې یوه خصوصي بانک ته سپارلې او په قانوني بڼه هېواد ته د بهرنیو کرنسیو د راتګ هرکلی کوي.

د طالب سرپرست حکومت واک تر رسېدو وروسته دا د نړۍوالې ټولنې له لوري د بشردوستانه مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیوني ډالرو لسمه نغدي کڅوړه ده، چې افغانستان ته استول کېږي.

Back to top button