کابل کې ښځينه فعالانو او محصلینو لاریون کړی

پنجره ورځپاڼه: کابل کې يو شمېر ښځينه فعالانو او زده کړيالانو نن ورځ د کابل پوهنتون مخې ته د خپلو اساسي حقونو د غوښتنې په خاطر لاريون کړی دی. 

دغو لاريون کوونکو د امنیت او تعلیم په شعار ورکولو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو اساسي حقونو ته د لاسرسي په برخه کې دې اړین ګامونه پورته کړي.

په کابل ښار کې دا لاريون داسې مهال ترسره کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته ورځ تربلې د افغان ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو محدودیتونه مخ په ډېرېدو دي او له دوی ګڼو ننګونو سره مخ دي.

ظاهر څراغ

Back to top button