امام علي: افغانستان کې ځانمرګي روزل کېږي

د تاجکستان ولسمشر وايي، افغانستان کې لسګونه زره ځانمرګو ته روزنه ورکول کېږي. 

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د قزاقستان په کوربتوب د سیکا يا د اسیا د اړيکو او باور جوړونې کنفرانس غړيو هېوادونو استازو سره په ناسته کې د افغانستان په پولو کې د وسلوالو ځانمرګو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

علي رحمان ويلي، چې افغانستان کې د ځانمرګو بريدګرو په ګډون لسګونه زره ترهګر ته روزنه ورکول کېږي.

طالب حکومت تر دې وړاندې ویلي و، چې دوی په خپلو پوځي تشکیلاتو کې د اردو او پولیسو تر څنګ د استشهادي قطعه «ځانمرګي» هم ځای لري.

بلخوا بيا طالب سرپرست حکومت چارواکو تراوسه د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د تازه او وروستيو څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له دې سره جوخت روسیې رسنۍ هم د امام علي رحمان له قوله ويلي، چې نوموړی په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو او سخت دریځو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

Back to top button