افغانستان يو ټولګډونه حکومت ته اړتيا لري

سيکا يا د اسیا د اړيکو او باورجوړونې کنفرانس  ګډونوالو په افغانستان کې د سولې ثبات سربېره ثبات د يوه ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کړې.

د ياد کنفرانس شپږمه ناسته تېره ورځ د قزاقستان په استانې ښار کې وشوه، چې اکثره ګډونوالو یې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

په دې کنفرانس کې د روسیې، ازبکستان، ایران، ترکیې، پاکستان، تاجکستان، او قزاقستان په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وويل، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید یوه نړۍواله ډله رامنځته شي.

له بل لوري د ایران ولسمشر ابراهیم رئیس په دې غونډه کې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. بلخوا د پاکستان صدراعظم شهباز شريف ويلي، چې يو سوله ایز، باثباته پرمختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

هاخوا بيا د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي وايي، ټولې هغه غونډې چې د افغانستان مسایل په کې يو نه يو ډول تر څېړنې او بحث لاندې نېول کېږي ښه ګام دی.

Back to top button