د فرانسې ولسمشر د ایراني لاریون کوونکو ملاتړ کړی

د فرانسې ولسشمر ايمانويل مکرون په ایران کې د روانو لاريونونو ملاتړ کړی او د لاريون کوونکو پر ضد یې د ایراني حکومت کړن لاره غندلې ده.

د‌ فرانسې ولسمشر همدا راز د ښځو حقونو په موخه د ایراني لاریون کوونکو د مېرمنو او نارینه و روانه مبارزه ستایلې ده.

هغه د یوه ایراني هنرمند شروین حاجي پور د “ازادۍ لپاره سندره” نه په الهام پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، “د هغه څه لپاره چې ایراني ښځو په مېړانې سره خپل پړوني له سره لرې کړل او د وسلې په مقابل کې ودرېدلې، د هغه څه لپاره چې ځوانان او سړي د ښځو حقونو لپاره جنګېږي او د هغه څه لپاره چې دغه نړۍواله مبارزه روانه ده، فرانسه یې ملاتړ کوي او د لاريون کوونکو د ځپلو لپاره د ایران اخوندي رژيم چلند غندي.”

یاد ایرانی هنرمند ایران حکومت بندي کړی او په ضمانت خوشې شوی دی خو “د ازادۍ لپاره سندره” یې پر خواله رسنیو، په ځانګړي ډول پر ټوېټر ډېره لاس په لاس شوې او خورا مشهوره شوې ده.

ایران کې د څلورو اوونیو وروسته لا هم اعتراضونه روان دي.

Back to top button