د اسیا ملتونو جام ته لارموندنه

افغان۱۷ کلنې فوټبال لوبډلې د اسيا فوټبال جام ته لار ومونده. 

د افغانستان ۱۷ کلنې فوټبال ملي لوبډلې اسيا جام ته د لار موندنې سياليو په لړ کې تېره شپه د تاجکستان پر وړاندې لوبه ترسره کړه او ۲_۰ يې ماته ومنله.

همداراز افغان لوبډلې له خپل ګروپ څخه د يادو سياليو د دويمې غوره لوبډلې په توګه د اسيا ۱۷ کلنو فوټبال جام ته لار ومونده.

افغان زلمیانو تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې منګوليا ته ۵_۰ ماته ورکړې وه او له همدې بريا سره يې د مخته تګ چانس پيدا وموند.

په ورته وخت کې د افغانستان فوټبال فدراسيون پر خپله فېسبوک پاڼه د اسيا ۱۷ کلنو فوټبال جام ته د هېواد د فوټبال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې د لار موندنې په تړاو ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

Back to top button